د روسیې هوايي دفاع د اوکراین ۷۲ بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو د سنپټرزبورګ ښار او شاوخوا سیمو په فضا کې د اوکراین ۷۲ بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
د راپورونو له مخې، اوکرایني ځواکونو نن سهار پر سنپټرزبورګ او نږدې سیمو پراخ ډرون بریدونه ترسره کړي چې له امله یې د ویسوتسک بندر ځینو برخو ته هم زیان اوښتی دی.
روسي چارواکو پر سنپټرزبورګ د ډرون بریدونه تأیید کړي، خو تر اوسه یې د احتمالي ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
- د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او په دې وروستیو کې د دواړو لورو له خوا د بېپیلوټه الوتکو او لرې واټن بریدونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

