له اوربند سره سره، پر لبنان د اسرائیلو بریدونه دوام لري؛ پزشکیان د نړۍ چوپتیا وغندله

د راپورونو له مخې، د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسراییلو ترمنځ د اوربند د کړنلارې له لاسلیک وروسته هم اسراییلي پوځ پر بېلابېلو لبناني سیمو خپلو پوځي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په همدې حال کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییلو د بریدونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ایران نوی مذهبي مشر د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ګډ دریځ د پیاوړتیا مهم مسوولیت پر غاړه لري.

پزشکیان ټینګار کړی چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې همکاري او ګډ دریځ کولای شي د سیمې د روانو کړکېچونو په مهارولو او د اسلامي نړۍ د ګټو په دفاع کې اغېزناک رول ولوبوي.

نوموړي له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې همغږۍ او ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا