قطر او اسلامي امارت د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

په کابل کې د قطر سفیر، مردف بن علي القاشوطي، د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، سره کتلي او د افغانستان او قطر ترمنځ یې د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په کابل کې د قطر سفارت ویلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو همکاریو د پراختیا او د متقابلو اړیکو د لا پرمختګ پر لارو چارو د نظر تبادله شوې ده.

دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراخېدو پر اهمیت ټینګار کړی او د ګډو همکاریو د دوام لپاره یې د لا ډېرو هڅو پر اړتیا خبرې کړې دي.

قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان اړوند په سیاسي او بشردوستانه چارو کې مهم رول لوبولی او د کابل او دوحې ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا