سبا کندهار او هلمند کې د پولیو ضد واکسین نوی پړاو پیلېږي

د «له پولیو څخه پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی چې د پولیو ضد واکسین نوی پړاو به سبا په کندهار او هلمند ولایتونو کې پیل شي.

د یاد بنسټ په وینا، دا کمپاین به د کندهار او لښکرګاه ښارونو ترڅنګ د هلمند په نهرسراج، موسی‌کلا، واشېر او مارجې ولسوالیو کې هم پلي شي، څو ډېر ماشومان د پولیو ضد واکسین تر پوښښ لاندې راشي.

د کمپاین مسوولینو له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه د واکسین منظم تطبیق او د خلکو همکاري د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره مهمه بلل کېږي.

افغانستان لا هم د هغو محدودو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د پولیو ناروغي پکې په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې، له همدې امله د واکسین پړاویزې کمپاینونه په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا