افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک اعلان کړی چې ټاکل شوې سبا (دوشنبه) تر ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو پورې د ازادې داوطلبۍ له لارې بازار ته وړاندې او لیلام کړي.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو او هغو صرافۍ او پولي خدمتونو شرکتونو غوښتي چې لازم شرایط پوره کوي، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د خبرتیا له مخې، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د لیلام اړوند مالي حسابونه د هماغې ورځې تر پایه تصفیه کړي.
افغانستان بانک وخت ناوخت د اسعارو د بازار د ثبات، د افغانۍ د ارزښت د ساتنې او د پولي سیاست د اغېزناک تطبیق لپاره د امریکايي ډالرو د لیلام دا ډول پروګرامونه ترسره کوي.

