په چین کې سختو توپانونو اته کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي

چینايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو کې د سختو توپانونو او ځمکې‌ښوویېدو له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي، شاوخوا ۲۸۰ نور ټپیان دي او یو شمېر کسان لا هم نادرکه دي.

د راپورونو له مخې، ژغورونکې ډلې د نادرکه شویو کسانو د موندلو عملیات روان ساتلي، په داسې حال کې چې چارواکي د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو احتمال هم رد نه کوي.

راپورونه ښيي، په وروستیو ورځو کې د چین بېلابېلې سیمې له سختو بارانونو او زورورو توپانونو سره مخ شوې، چې د باد چټکتیا په ځینو سیمو کې په ساعت کې ۱۴۰ کیلومترو ته رسېدلې ده. دغو توپانونو پراخ زیانونه اړولي، ګڼې ونې یې له بېخه ایستلې او د برېښنا شبکو ته یې هم زیان رسولی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا