له ایران سره د ټرمپ تر وروستیو څرګندونو وروسته د تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر هغو څرګندونو وروسته چې ویې ویل له ایران سره شوې هوکړه پای ته رسېدلې، په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې.

د راپورونو له مخې، د برېنټ خامو تېلو بیه ۵٫۳ سلنه لوړه شوې او د هر بیرل قیمت یې ۷۸ امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی. همدارنګه د لوېدیځ ټکساس خامو تېلو بیه هم ۵٫۴ سلنه لوړه شوې او د هر بیرل قیمت یې له ۷۴ امریکايي ډالرو اوښتی دی.

دا بدلونونه داسې مهال رامنځته شوي چې د سیمې د امنیتي وضعیت د کړکېچ له زیاتېدو سره د نړیوالو انرژۍ بازارونو اندېښنې هم زیاتې شوې دي. د راپورونو له مخې، امریکا په ایران کې له اتیا څخه زیات هدفونه په نښه کړي، هغه اقدام چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې کړکېچ نور هم پراخ کړی او د نړیوالو بازارونو پر وضعیت یې اغېز کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا