قالیباف: «ووهئ، خو ځواب به یې هم ووینئ»؛ امریکا دې د زور او د ژمنو د ماتولو پایلې ومني

د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا رئیس، محمدباقر قالیباف، له امریکا سره د وروستیو کړکېچونو په تړاو ویلي، واشنګټن باید دا حقیقت ومني چې د زور کارول او د ژمنو ماتول نور بېپایلې نه دي.
قالیباف په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی چې ایران اسلامي جمهوریت به د هر ډول پوځي برید پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او هر اقدام ته به مناسب او قاطع متقابل ځواب ورکړي. هغه لیکلي: «ووهئ، خو ځواب به یې هم ووینئ.»
نوموړي د هرمز تنګي په اړه هم ویلي چې دغه ستراتیژیکه سمندري لار به یوازې د ایران اسلامي جمهوریت د پرېکړې او ترتیباتو له مخې اداره کېږي او هېڅ هېواد نه شي کولای د فشار او ګواښ له لارې خپله اراده پرې وتپي.
قالیباف خبرداری ورکړی، که امریکا خپلې اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړي، د خپلو اقداماتو له لا سختو پایلو سره به مخامخ شي.
د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا د رئیس دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ له وروستیو پوځي کړکېچونو وروسته، ایراني چارواکو په پرلهپسې ډول ټینګار کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد هر ډول پوځي اقدام به له قاطع او متقابل غبرګون سره مخ شي.

