الاخبار: په کربلا کې د شهید مشر جنازې ته له څلورو میلیونو ډېر کسان راټول شوي

د لبنان الاخبار ورځپاڼې راپور ورکړی چې عراق د اسلامي امت د شهید مشر د جنازې له پراخو مراسمو شاهد پاتې شوی او په کربلا کې د خلکو پراخ حضور د سیمې په رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی دی.

راپور زیاتوي، د حشد الشعبي اړوندو رسمي رسنیو د لومړنیو شمېرو له مخې ویلي چې له څلورو میلیونو ډېر کسانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی دی.

د مراسمو پر مهال د عراق سپېڅلي ښارونه د خلکو له پراخ حضور سره مخ وو او ګډونوالو د عراق، ایران او د مقاومت د ډلو بیرغونه پورته کړي وو. همداراز د اسلامي امت د شهید مشر او یو شمېر دیني او سیاسي شخصیتونو انځورونه هم د ګډونوالو ترمنځ لیدل کېدل.

د عراق د سیاسي چارو کارپوه فالح الماجدي ویلي، په دغو مراسمو کې د خلکو میلیوني ګډون د عراق او ایران ترمنځ د تاریخي او ژورو اړیکو څرګندونه کوي او هغه هڅې ناکامې ښيي چې غوښتل یې د دواړو ملتونو ترمنځ واټن رامنځته کړي.

همداراز دیني عالم محمد الساعدي د خلکو پراخ حضور د مقاومت له بهیر څخه د ټولنیز ملاتړ نښه بللې او ویلي یې دي چې د شخصیتونو له منځه وړل نه شي کولای د یوه فکري او ټولنیز بهیر د پای ته رسېدو لامل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا