پر اوکراین د روسیې د ډرون برید؛ ۶ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي

د اوکراین په کریوي ریه ښار کې د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او شاوخوا ۹۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ځايي چارواکي وایي، په ټپیانو کې شپږ ماشومان هم شامل دي او د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي برید په کلکه غندلی او هغه یې «ترهګریز عمل» بللی دی.

نوموړي ویلي، روسي ځواکونو د لومړي برید شاوخوا نیم ساعت وروسته دویم برید ترسره کړ، څو د ژغورنې ډلې په نښه کړي.

زیلینسکي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې روسیه د دغو بریدونو په تړاو ځواب ویلو ته اړ کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا