هرات کې د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۲۵ کسان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت ویلي، په هرات ولایت کې یې ۲۵ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

یاد معینیت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، له نیول شویو کسانو څخه څه باندې ۶ کیلوګرامه شیشه، ۳ اعشاریه ۷ کیلوګرامه چرس، له ۴ کیلوګرامو زیات تریاک او ۷۵۴ د نشه‌یي توکو ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني اقداماتو لپاره اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور پر ضد مبارزه به په ټول هېواد کې په جدي توګه دوام ولري.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا