د ایران له بریدونو وروسته قطر، بحرین، امارات او اردن کې د خطر زنګونه ووهل شول

د امریکا له لوري د ایران اسلامي جمهوریت پر سوېلي سیمو د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې، د ایران اسلامي جمهوریت ځواکونو د سیمې په څو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو عملیات ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې، په قطر، بحرین، متحده عربي اماراتو او اردن کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د دغو هېوادونو چارواکو د خپلو هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو خبر ورکړی دی.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي، له خلکو یې غوښتي چې ارام واوسي او د خوندیتوب لارښوونې مراعات کړي. قطري چارواکو هم اعلان کړی چې د احتیاطي تدابیرو په لړ کې یې له اوسېدونکو غوښتي تر بلې خبرتیا پورې په خوندي ځایونو کې پاتې شي.
بلخوا، د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت هم ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه فعال شوي او وضعیت له نږدې څاري.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت ځواکونو په بحرین، قطر، کوېټ، متحده عربي اماراتو او اردن کې د امریکا یو شمېر پوځي اډې او مرکزونه په نښه کړي دي. د راپورونو له مخې، دغه عملیات د امریکا د وروستیو بریدونو متقابل ځواب بلل شوی دی.
تر اوسه د یادو عملیاتو د پایلو او احتمالي زیانونو په اړه بشپړ رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

