اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، د قطر د پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
مولوي ذبیحالله مجاهد په خپور کړي پیغام کې د ارواښاد د کورنۍ، د قطر مشرتابه او قطري ولس ته د زړه له کومې تسلیت ویلی او خپله خواخوږي یې ورسره شریکه کړې ده.
نوموړي په خپل پیغام کې ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني ته د الله تعالی له درباره د جنت الفردوس او د هغه کورنۍ او خپلوانو ته د صبر جمیل او اجر عظیم دعا کړې ده.

