هند افغان ځوانانو ته زر انلاین بورسونه اعلان کړل

هند د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ تعلیمي کال لپاره د «افغان اتباعو لپاره ځانګړي سکالرشپ» پروګرام تر چتر لاندې د افغان ځوانانو لپاره د زر انلاین بورسونو اعلان کړی دی.

په کابل کې د هند سفارت ویلي، دغه بورسونه به د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) له لوري د «i-Learn» ډیجیټل پلیټفارم له لارې وړاندې شي.

د معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کې د هنرونو، سوداګرۍ، مدیریت، عامه ادارې او کمپیوټر ساینس په ګډون د لیسانس او ماسټرۍ بېلابېل تحصیلي پروګرامونه شامل دي.

د نوم‌لیکنې بهیر به د جولای په ۱۵مه پیل او د جولای تر ۲۴مې پورې دوام وکړي. له غوښتونکو غوښتل شوي چې له نوم‌لیکنې وړاندې د پروګرام لارښود او د کورسونو لېست په ټاکلي پورټل کې مطالعه کړي.

هند له تېرو دوو لسیزو راهیسې د بورسونو له لارې د زرګونو افغان محصلینو ملاتړ کړی، خو د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته د دغو پروګرامونو ډېره برخه په انلاین بڼه ترسره کېږي. دغه بورسونه په داسې مهال اعلانېږي چې افغانستان کې، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره، لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي فرصتونه محدود شوي او نړیوال بنسټونه د ورته تعلیمي فرصتونو د پراخېدو غوښتنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا