سپاه پاسداران: بحرین کې مو د امریکا پوځي اډه په نښه کړې

د امریکا له لوري د تېرې شپې هوايي بریدونو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت سپاه پاسداران اعلان کړی چې د «نصر ۲» عملیاتو په دویم پړاو کې یې د بحرین په «الجفیر» سیمه کې د امریکا یوه پوځي اډه د ډرونونو او توغندیو په وسیله په نښه کړې ده.

د ایران اسلامي جمهوریت رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د وسلو د زېرمو تاسیسات، د سپوږمکۍ د مخابراتو مرکز او د امریکايي ځواکونو استوګنځایونه په نښه شوي دي. تر اوسه امریکايي چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هېواد یې پر ایران د نورو پوځي اقداماتو احتمال هم تر غور لاندې لري. د راپورونو له مخې، نوموړي د «پیک‌اکس» غر یادونه کړې، چې د نطنز د اټومي تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري.

رویټرز د ټرمپ له قوله لیکلي چې امریکا دغه سیمه له نږدې څاري او د خپلې ارزونې له مخې هلته د پام وړ فعالیت نه دی لیدل شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا