امربالمعروف وزارت: څلورو ولایتونو کې شپږ تنه د کوډګرۍ په تور نیول شوي

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، د یاد وزارت منسوبینو په بلخ، پروان، سمنګان او تخار ولایتونو کې شپږ تنه د کوډګرۍ د ترسره کولو په تور نیولي دي.

وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د ترسره شویو عملیاتو پر مهال نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

سرچینې ټینګار کړی چې د قانون د حاکمیت او ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه به د ورته قضیو پر وړاندې قانوني اقدامات دوام ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا