د افغان خبریال حبیب‌الله عزیزي د مړینې تورن محاکمې ته معرفي شو

په امریکا کې یوه منصفه پلاوي هغه موټرچلوونکی رسماً تورن کړی چې د جورجیا ایالت په یوه ترافیکي پېښه کې یې د افغان خبریال حبیب‌الله عزیزي په ګډون دوه کسان وژلي وو.

د جورجیا ایالتي پولیسو د راپور له مخې، پېښه د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۳مه هغه مهال رامنځته شوه چې تورن کواډرامیل ویلیامز د پولیسو له تعقیب څخه د تېښتې پر مهال له بل موټر سره ټکر وکړ.

د محکمې د اسنادو له مخې، نوموړی د جولای پر اتمه د دوو کسانو د قتل، له پولیسو څخه د تېښتې او د میتامفیتامین د وېش په نیت د ساتلو په تور رسماً تورن شوی دی.

پېښه کې ۳۶ کلن افغان خبریال حبیب‌الله عزیزي او ۱۸ کلن تریجون انتوني خپل ژوند له لاسه ورکړ. راپورونه ښيي چې انتوني د ټکر له امله له موټر څخه بهر غورځېدلی و، او عزیزي روغتون ته تر لېږد وروسته د سختو ټپونو له امله مړ شو.

د محکمې اسناد ښيي چې تورن له ټاکلي سرعت څخه شاوخوا ۲۰ مایله په ساعت زیات چلېده او د پولیسو له پرله‌پسې اشارو سره سره یې موټر ونه دراوه. پولیسو د هغه له موټر څخه میتامفیتامین هم ترلاسه کړي او نوموړی اوس هم په بند کې دی.

حبیب‌الله عزیزي تر کډوالۍ مخکې له یوې لسیزې زیات په افغانستان کې د طلوع نیوز د کامره‌مین په توګه دنده ترسره کړې وه او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ته تللی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا