ټرمپ ایران ته د نویو پوځي بریدونو ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د نویو پوځي بریدونو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که تهران خبرو ته حاضر نهشي، د ایران عامه او برېښنايي تاسیسات به په نښه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکي امریکا د اسلاماباد د هوکړې په نقض او د خپلو ژمنو په ماتولو تورنوي. د دوی په وینا، واشنګټن د تفاهم او ډیپلوماسۍ پر ځای د پوځي فشار او بریدونو لاره خپله کړې، چې د سیمې امنیت او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار کړی چې د عامه او ملکي زېربناوو په نښه کول د نړیوالو اصولو او بشري قوانینو خلاف عمل دی او د شخړو د حل لپاره باید د زور او ګواښ پر ځای د خبرو، متقابل درناوي او نړیوالو ژمنو د عملي کېدو لاره غوره شي.

