متقي په دوحه کې د قطر د پخواني امیر د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، نن په دوحه کې د قطر د پخواني امیر، ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ او د اسلامي امارت له لوري یې د قطر دولت، حکومت او ولس ته د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي امیرخان متقي د خپل مل پلاوي په ملتیا د دې سفر پر مهال د قطر د وزیرانو شورا له رئیس، د وزیرانو شورا له مرستیال، د دفاع له وزیر او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر سره هم جلا جلا وکتل.

سرچینې ویلي، په دغو لیدنو کې ښاغلي متقي د ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له امله د افغانستان اسلامي امارت ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د قطر دولت او ولس ته یې د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا