د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ۲۰ منسوبین له روزنیز پروګرامه فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ځانګړو قطعاتو ریاست اړوند ۲۰ منسوبین له روزنیز پروګرام څخه فارغ شول.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د فراغت په مراسمو کې مسوولینو د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمانونو پر پلي کېدو ټینګار وکړ او د ځانګړو قطعاتو د منسوبینو هڅې او لاسته‌راوړنې یې وستایلې.

سرچینه زیاتوي، د مراسمو په پای کې فارغ شوو منسوبینو ته د روزنیز پروګرام د بشپړېدو تصدیق‌لیکونه هم ورکړل شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا