د ایران خاتمالانبیا قرارګاه: د ټرمپ هر ګواښ ته به پرېکنده ځواب ورکړو

د ایران اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا قرارګاه ویاند، ابراهیم ذوالفقاري، ویلي که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران اسلامي جمهوریت د زیربناوو د په نښه کولو ګواښ عملي کړي، ایران به مناسب او پرېکنده ځواب ورکړي.
ذوالفقاري په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد هر ډول پوځي اقدام به بېځوابه پاتې نه شي او د هېواد وسلهوال ځواکونه د هر ډول احتمالي وضعیت لپاره بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي امریکا ته خبرداری ورکړی چې هر ډول تېری به له جدي غبرګون سره مخ شي او ټینګار یې کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د ملي امنیت، حاکمیت او زیربناوو دفاع به په ټول توان ترسره کړي.

