د ملګرو ملتونو چارواکی: القاعده لا هم افغانستان کې حضور لري، خو فعالیتونه یې کم شوي

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد چارو د سرمنشي سرپرست مرستیال، الکساندر زویف، له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ادعا کړې چې د القاعده ډلې فعالیتونه په افغانستان کې د پخوا په پرتله کم شوي، خو په وینا یې، دغه ډله لا هم محدود حضور لري.

زویف ویلي، افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو د فعالیت شاهد پاتې شوی او د القاعده ترڅنګ ځینې نورې ډلې هم د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې په دې هېواد کې حضور لري.

بل لور ته، د افغانستان اسلامي امارت تر دې مخکې په وار وار ټینګار کړی چې د هېواد له خاورې به هېڅ ډلې ته اجازه ورنه‌کړي چې د نورو هېوادونو پر ضد ترې ګټه واخلي.

اسلامي امارت همداراز ویلي، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او د هېواد امنیتي وضعیت تر بشپړ کنټرول لاندې دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا