ننګرهار کې یو کس د څه باندې ۴ زره نشهيي ګولیو د قاچاق په تور ونیول شو

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویلي، په ننګرهار ولایت کې یې یو کس د زرګونو نشهيي ګولیو د قاچاق په تور نیولی دی.
وزارت ویلي، یاد کس د ننګرهار د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري د جلالآباد ښار د نهمې ناحیې اړوند غازي امانالله ښارګوټي کې نیول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، له نیول شوي کس څخه ۴ زره او ۷۳۹ د نشې ګولۍ ترلاسه شوې چې په یوه موټر کې یې پټې کړې وې او د قاچاق هڅه یې کوله.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، نیول شوی کس تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي. وزارت ټینګار کړی چې د اسلامي امارت له لوري د نشهيي توکو پر تولید، قاچاق او کاروبار بندیز په جدي توګه عملي کېږي او د دې پدیدې پر ضد مبارزه به دوام ولري.

