کابلیان د برېښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت کوي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د اوړي په ګرمو ورځو کې د برېښنا د پرچاوۍ له زیاتوالي شکایت کوي او وایي، د ورځې او شپې اوږدې پرچاوۍ یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د دوی په وینا، په ډېرو سیمو کې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې څو ساعته برېښنا موجوده وي، چې له امله یې د کورنیو عادي اړتیاوې، لکه د یخچالونو، پکو او نورو برېښنایي وسایلو کارول له ستونزو سره مخ شوي دي. اوسېدونکي له اسلامي امارت غواړي چې د برېښنا د ستونزې د اساسي حل لپاره عملي او دوامدار اقدامات وکړي.
بلخوا د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د پرچاوۍ اصلي لامل د برېښنا کمښت او د اوړي په موسم کې د مصرف زیاتوالی دی. د شرکت په وینا، دا مهال شاوخوا ۷۵۰ مېګاواټه برېښنا په شبکه کې شته، حال دا چې د هېواد اړتیا نږدې ۴ زره مېګاواټو ته رسېږي.
برېښنا شرکت زیاته کړې، اوس مهال د برېښنا تولید ۱۷ پروژې تر کار لاندې دي چې په بشپړېدو سره به ۱۸۲۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي. د مسؤلینو په خبره، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د برېښنا کمښت په تدریجي ډول راکم او د خلکو ستونزې به تر ډېره حل شي.

