څېړنه: مصنوعي وېښتان د سرطان خطر زیاتولای شي

یوې نوې علمي څېړنې ښودلې چې د وېښتانو اوږدولو لپاره کارېدونکو مصنوعي سرېښو او وېښتانو کې داسې کیمیاوي مواد شته چې د سینې سرطان، د هورمونونو ګډوډۍ او نورو روغتیايي ستونزو خطر زیاتولای شي.

څېړونکو د مصنوعي او انساني وېښتانو له بېلابېلو محصولاتو، لکه وېګونو، برېډنګ وېښتانو، وېوز او کلپ‌اېن ډولونو څخه په اخیستل شویو نمونو کې شاوخوا ۵۰ ډوله احتمالي خطرناک کیمیاوي مواد موندلي دي.

د څېړنې مسوولینو ویلي، دغه مواد ځکه د اندېښنې وړ دي چې مصنوعي وېښتان او سرېښ د اوږدې مودې لپاره د سر له پوستکي سره په مستقیم تماس کې پاتې کېږي او دا چاره د روغتیايي زیانونو احتمال زیاتوي.

د څېړنې مشره ډاکټره الیسیا فرانکلن ویلي، اړتیا ده چې د دې صنعت پر محصولاتو لا سخت مقررات وضع شي او شرکتونه د خپلو تولیداتو د کیمیاوي ترکیب په اړه له مصرفوونکو سره بشپړ شفاف معلومات شریک کړي.

څېړنه زیاتوي، د مصنوعي وېښتانو نړیوال بازار په چټکۍ پراخېږي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به یې ارزښت له ۱۴ میلیارده ډالرو واوړي. د روغتیايي متخصصانو په باور، د دغو محصولاتو د خوندي کارونې او د احتمالي خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول اړین دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا