ملي دفاع وزارت: یوه «اېم‌اې-۱۷» چورلکه مو ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت تخنیکي پرسونل یوه Mi-17 چورلکه له بشپړ اساسي ترمیم وروسته بېرته الوتنو ته چمتو کړې ده.

وزارت ویلي، د یادې چورلکې د ترمیم چارې ۱۳ میاشتې وخت نیولی او په دې موده کې پرې ټولې اړینې تخنیکي ازموینې، ارزونې او معاینې ترسره شوې، څو د خوندیتوب له معیارونو سره سم بېرته عملیاتي خدمت ته وسپارل شي.

د ملي دفاع وزارت په وینا، د هوايي وسایطو د ترمیم، بیارغونې او تخنیکي چمتووالي بهیر په دوامداره توګه روان دی او هڅه کېږي چې شته هوايي تجهیزات په معیاري ډول فعال وساتل شي.

وزارت د دې چورلکې ترمیم د هوايي ځواک د تخنیکي ظرفیت د لوړولو او د دفاعي چمتووالي د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی چې په راتلونکې کې به هم د نورو هوايي وسایطو د ترمیم او فعالولو چارې دوام ولري.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د یو شمېر چورلکو او الوتکو د ترمیم او بېرته فعالېدو خبر ورکړی و. همدارنګه، د روسیې له لوري د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې د مسکو او اسلامي امارت ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړه، د پخوانیو روسي جوړو شویو چورلکو او پوځي تجهیزاتو د ترمیم او تخنیکي ملاتړ په موخه شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا