سبا په ۱۰ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی چې سبا سېشنبه، د چنګاښ ۳۰مه، د هېواد په لسو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د یاد ریاست د وړاندوینې له مخې، بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني هغه ولایتونه دي چې په بېلابېلو سیمو کې به د سختو بارانونو او ناپایداره هوا له اغېزو سره مخ وي.
د هوا پېژندنې ریاست له هېوادوالو، په ځانګړي ډول د سیندونو، درېو او سېلابځپلو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د احتمالي خطرونو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي، له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د اړوندو ادارو سپارښتنې په جدي ډول تعقیب کړي.
کارپوهان وایي، شدید ورښتونه او ناڅاپي سېلابونه هر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي، له همدې امله د هوا د وړاندوینو مراعاتول او له خطرناکو سیمو څخه پر وخت ځان ساتل د احتمالي زیانونو په کمولو کې مهم رول لري.
اړوندو ادارو هم ډاډ ورکړی چې وضعیت له نږدې څاري او د هر ډول بېړني حالت پر مهال به له زیانمنو سیمو سره لازمې مرستې او همغږي ترسره کړي.

