فضل‌الرحمن: پاکستان امریکا ته پر افغانستان د برید زمینه برابره کړې وه

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن، یو ځل بیا پر پاکستاني حکومت سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې په تېرو کلونو کې امریکایي الوتکو د پاکستان له خاورې او فضا څخه پر افغانستان بریدونه کول.

نوموړي ویلي، پاکستان د دغو عملیاتو مخه نه ده نیولې او د افغانستان په اړه یې تګلاره له جدي پوښتنو سره مخ ده. هغه همداراز ادعا کړې چې حکومت دیني مدرسې نه ثبتوي، څو د فشار او محدودیتونو له لارې زده‌کوونکي لاریونونو ته وهڅول شي.

مولانا فضل‌الرحمن پر پاکستاني امنیتي ځواکونو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د لاریونوالو د ځپلو لپاره له زور څخه کار اخلي او دا وضعیت لا هم دوام لري.

هغه تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاستونو مخالفت کړی و او ټینګار یې کړی و، که پاکستان په هېواد کې تلپاتې امنیت غواړي، باید له ګاونډیو هېوادونو سره خپله تګلاره بدله کړي او د سیاسي اختلافونو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په وروستیو کې د پاکستان یو شمېر نورو سیاسي مشرانو او چارواکو هم د حکومت پر کورنیو او سیمه‌ییزو سیاستونو ورته نیوکې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا