د افغانستان او ایران ګډې سوداګریزې ناستې لپاره پلاوی تهران ته لاړ

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، کمال‌الدین توحید، د خصوصي سکتور د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت پلازمېنې تهران ته سفر کړی، څو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لسمه ګډه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د پانګونې فرصتونو او د افغانستان د بازار د ظرفیتونو په اړه بحثونه وشي او دغه فرصتونه د ایران اسلامي جمهوریت پانګوالو او اقتصادي فعالانو ته وروپېژندل شي.

د غونډې په مهمو پروګرامونو کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ مخامخ سوداګریزې ناستې (B2B)، د پانګونې او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د تفاهم‌لیکونو او هوکړو لاسلیک هم شامل دي.

تمه کېږي چې د دغې غونډې پایلې به د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا، د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي او د خصوصي سکتور د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره مهم ګام ثابت شي.

افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت د سیمې مهم اقتصادي شریکان بلل کېږي او په وروستیو کلونو کې دواړو لورو د ګډو اقتصادي غونډو، سوداګریزو نندارتونونو او د خصوصي سکټور د همغږۍ له لارې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا