بره‌کي څلور لارې هوايي پل ۵۰ سلنه او ځمکنی سړک ۸۵ سلنه بشپړ شوی

اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې په کابل کې د بره‌کي څلور لارې د هوايي پل جوړولو چارې ۵۰ سلنه او د ځمکې لاندې سړک د جوړېدو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د کابل ښار د ترافیکي ستونزو د کمولو او د ښاري ترانسپورټ د اسانتیا لپاره پلې کېږي، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۱.۵ میلیارده افغانۍ اټکل شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې د پروژې مالي لګښت د حکومت له بودیجې ورکول کېږي او تمه ده چې د ۱۴۰۵ کال په لومړۍ نیمایي کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د بره‌کي څلور لارې هوايي پل او ځمکې لاندې سړک به د موټرو د تګ راتګ د تنظیم، د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمېدو او د کابل ښار د ترانسپورټي شبکې د ښه‌والي په برخه کې مهم رول ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا