حامد کرزي د نورستان سېلابځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د وروستیو خونړیو سېلابونو له امله د اوښتو مرګژوبلو او زیانونو په تړاو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
حامد کرزي په خپل پیغام کې ویلي، د پارون د سېلابونو خبر یې په ژورې خواشینۍ ترلاسه کړی او دغې طبیعي پېښې یو شمېر هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
هغه د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو کورنیو ته د زړه صبر او تسلیت وړاندې کړی، ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې غمیزه کې ځان د زیانمنو کورنیو شریک بولي.
پخواني ولسمشر همداراز له ملي سوداګرو، خیریه بنسټونو او ټولو مرستندویه ادارو غوښتنه کړې چې په دغو سختو شرایطو کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي او د هغوی لاسنیوی وکړي، څو د زیانمنو خلکو ستونزې تر یوه بریده راکمې شي.

