په یو شمېر ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا (چهارشنبه) د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، تالندې برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان‌وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني هغه ولایتونه دي چې په بېلابېلو سیمو کې به یې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌مترو پورې وي او د سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال پکې شته.

هواپېژندنې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې په مرکزي، ختیځو، سوېل‌ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې به تېز بادونه، د دوړو او خاورو توپانونه هم رامنځته شي، چې سرعت به یې په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو پورې ورسېږي.

چارواکو له هېوادوالو، په ځانګړي ډول د سیندونو، خوړونو او سېلاب‌ځپلو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي، د هواپېژندنې ادارې سپارښتنې په پام کې ونیسي او د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره له خطرناکو سیمو څخه ډډه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا