رحمت‌شاه د حشمت شهیدي پر ځای د ټسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي تر استعفا وروسته، رحمت‌شاه د افغانستان د ټسټ او نړیوالو یو ورځنیو (ODI) سیالیو د ملي لوبډلې د نوي لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، رحمت‌شاه له دې وړاندې د ټسټ او یو ورځنیو سیالیو په دواړو فارمټونو کې د لوبډلمشر د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله او د ملي لوبډلې له تجربه‌لرونکو او مخکښو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.

کرېکټ بورډ همداراز ویلي چې له دې وروسته به رحمن‌الله ګربز د ټسټ او نړیوالو یو ورځنیو لوبو په دواړو فارمټونو کې د لوبډلمشر د مرستیال په توګه دنده پر مخ وړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ باور څرګند کړی چې د نوې رهبرۍ تر چتر لاندې به ملي لوبډله په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې لا ښې لاسته راوړنې ولري او د هېواد د کرېکټ د پرمختګ لړۍ به په لا پیاوړي ډول دوام ومومي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا