ندا محمد ندیم: د اسلامي نظام او شرعي احکامو پلي کېدل مهم دي

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په پکتیا کې د ښوونکو علمي سمینار ته په وینا کې د اسلامي نظام، شرعي احکامو او د مشرۍ د اطاعت پر موضوعاتو ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، د شرعي امیر حضور واجب دی او اطاعت یې په ټولو چارو کې لازم بلل کېږي.

هغه همداراز د اسلامي سیاست، د امربالمعروف قانون د پلي کېدو، د احکامو او فرمانونو د زده‌کړې او عملي کولو، او د اسلامي نظام د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا