کونړ کې ناچاوده ماینونه او ۱۲ د هاوان مرمۍ شنډې شوې

د کونړ امنیې قوماندانۍ ویلي، د دغه ولایت سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ دره کې د انجینرۍ ټیم منسوبینو یو شمېر ناچاوده ماینونه او ۱۲ د هاوان مرمۍ کشف او په خوندي ډول له منځه وړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد ناچاوده توکي د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې سیمه کې موندل شوي وو، چې د خلکو ژوند او تګ راتګ ته یې جدي ګواښ پېښاوه.
سرچینه زیاتوي، د امنیې قوماندانۍ انجینرۍ ټیم له کشف وروسته ټول ماینونه او د هاوان مرمۍ د امنیتي اصولو له مخې شنډ او له منځه یوړل، ترڅو د هر ډول احتمالي زیان مخه ونیول شي.
د کونړ امنیې قوماندانۍ له هېوادوالو غوښتي چې د ناچاوده مهماتو، ماینونو او ورته شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې له لمس کولو ډډه وکړي او ژر تر ژره امنیتي ادارې خبر کړي، څو د ورته پېښو او احتمالي مرګژوبلې مخه ونیول شي.

