د هند اسام ایالت کې سېلابونو ۵۰ کسان مړه او ۷۰۰ زره بېځایه کړي

د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، د هند شمال ختیځ اسام ایالت کې د موسمي سختو بارانونو له امله رامنځته شویو سېلابونو لږترلږه ۵۰ کسان مړه کړي او شاوخوا ۷۰۰ زره نور یې بېځایه کړي دي.
راپور زیاتوي، سېلابونو د ایالت په بېلابېلو سیمو کې پراخ زیانونه اړولي، چې له امله یې نږدې ۹۰۰ کلي تر اوبو لاندې شوي او د زرګونو کورنیو ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی.
د معلوماتو له مخې، له اوو زرو څخه ډېر کورونه د برېښنا له شبکې پرې شوي او د سېلابونو له امله د ترانسپورټ، مخابراتو او نورو عامه خدمتونو پر وړاندې هم جدي ستونزې رامنځته شوې دي.
سیمهییزو چارواکو ویلي، د ژغورنې او مرستو ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته استول شوې او د بېځایه شویو کورنیو د خوندي ځای پر ځای کولو، خوراکي توکو او نورو بېړنیو مرستو د رسولو هڅې روانې دي.
د هند په شمال ختیځو ایالتونو کې هر کال د موسمي بارانونو له امله پراخ سېلابونه رامنځته کېږي، چې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړوي او زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه کوي.

