د هند اسام ایالت کې سېلابونو ۵۰ کسان مړه او ۷۰۰ زره بې‌ځایه کړي

د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، د هند شمال ختیځ اسام ایالت کې د موسمي سختو بارانونو له امله رامنځته شویو سېلابونو لږترلږه ۵۰ کسان مړه کړي او شاوخوا ۷۰۰ زره نور یې بې‌ځایه کړي دي.

راپور زیاتوي، سېلابونو د ایالت په بېلابېلو سیمو کې پراخ زیانونه اړولي، چې له امله یې نږدې ۹۰۰ کلي تر اوبو لاندې شوي او د زرګونو کورنیو ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی.

د معلوماتو له مخې، له اوو زرو څخه ډېر کورونه د برېښنا له شبکې پرې شوي او د سېلابونو له امله د ترانسپورټ، مخابراتو او نورو عامه خدمتونو پر وړاندې هم جدي ستونزې رامنځته شوې دي.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د ژغورنې او مرستو ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته استول شوې او د بې‌ځایه شویو کورنیو د خوندي ځای پر ځای کولو، خوراکي توکو او نورو بېړنیو مرستو د رسولو هڅې روانې دي.

د هند په شمال ختیځو ایالتونو کې هر کال د موسمي بارانونو له امله پراخ سېلابونه رامنځته کېږي، چې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړوي او زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا