عدلیې وزارت: کابل کې له ۲۵ جریبو ډېرې ځمکې امارتي تثبیت شوې

د عدلیې وزارت ویلي، د کابل ښار په څلورمې او اوولسمې ناحیو کې د «کستومایز او رستم حیدري» ښارګوټي څه باندې ۲۵.۶ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم له مخې امارتي تثبیت شوې ده.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاده ځمکه مخکې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري ارزول شوې وه او وروسته یې دوسیه د قانون د ۱۷مې مادې له مخې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
سرچینه زیاتوي، اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون اسناد، املاکي ثبتونه او د اړوندو ادارو معلومات په هر اړخیز ډول وڅېړل. د ارزونې پایلې وښودله چې یاده ځمکه پخوا استملاک شوې او د کابل ښاروالۍ په املاکي ثبتونو کې د دولت په نوم راجستر شوې ده.
د عدلیې وزارت په وینا، محکمې د ټولو اسنادو او شواهدو له بشپړې څېړنې وروسته پرېکړه کړې چې ټوله یاده ځمکه امارتي ملکیت دی او باید د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپارل شي، ترڅو د قانون له مخې پرې لازم اجراآت ترسره شي.

