د خوست ښار ماسټر پلان په رسمي ډول لاسلیک شو

د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت وزیر، مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د خوست ښار ماسټر پلان له تخنیکي ارزونې او تایید وروسته په رسمي ډول لاسلیک کړی دی.

د وزارت په وینا، دغه ماسټر پلان د نږدې یوه کال په موده کې د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د ساحوي سروې‌ګانو، تخنیکي مطالعاتو، د نفوسو د ودې، ښاري پراختیا، چاپېریالي وضعیت، ترانسپورتي شبکو او راتلونکو اړتیاوو له هر اړخیزې ارزونې وروسته چمتو شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د خوست ماسټر پلان د ښار منظمه او معیاري پراختیا، د ځمکو اغېزمنه کارونه، د غیرپلاني ودانیو مخنیوی، د ښاري خدمتونو معیاري کول او د استوګنیزو، سوداګریزو، صنعتي، اداري او شنو سیمو مناسب تنظیم په پام کې نیسي. د پلان له مخې، د ترانسپورتي شبکو پراختیا، عامه تأسیساتو لپاره د ځمکو ځانګړي کول او راتلونکو ښاري اړتیاوو ته ځواب ویل هم له مهمو موخو څخه دي.

د کور او ښار جوړولو وزیر ویلي، د دې پلان پلي کېدل به د خوست ښار د متوازن او دوامدار پرمختګ لپاره مهم بنسټ برابر کړي، د ښاري خدمتونو کیفیت به لوړ او د پانګونې او اقتصادي ودې لپاره به مناسب فرصتونه رامنځته کړي.

وزارت همداراز ټینګار کړی چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارونو د معیاري پراختیا لپاره د ماسټر پلانونو د جوړولو، بیاکتنې او پلي کېدو بهیر په چټکۍ روان دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا