د سیدالرحمن دردناکه کیسه؛ یوه پښه یې د پاکستان هوايي برید واخیسته

د پاکستان د هوايي بریدونو له امله په افغانستان کې ماشومان لا هم تر ټولو ستره بیه پرې کوي؛ هغه ماشومان چې د ښوونځي، لوبو او ارام ژوند پر ځای له ټپونو، معلولیت او ترخو خاطرو سره مخ کېږي.

شپږ کلن سیدالرحمان هم له همدې قربانیانو څخه دی. نوموړي د روان کال د روژې په میاشت کې پر خوست د پاکستان د هوايي بریدونو پر مهال خپله یوه پښه له لاسه ورکړه. اوس، له څلورو میاشتو وروسته، د مصنوعي پښې په مرسته خپل لومړني ګامونه اخلي او وایي چې د مصنوعي پښې له ترلاسه کولو خوښ دی.

خو د هغه د موسکا تر شا د یوې غمځپلې کورنۍ دردناکه کیسه پرته ده. د سیدالرحمان د کورنۍ د معلوماتو له مخې، د برید پر مهال د کورنۍ ټول غړي په کور کې وو. په دې پېښه کې درې کسان شهیدان، ۱۲ نور ټپیان او درې تنه، چې سیدالرحمان او د هغه ورور هم پکې شامل دي، د تل لپاره له معلولیت سره مخ شول.

ډاکټران وایي، سیدالرحمان د جراحۍ له ترسره کېدو وروسته د درملنې مرکز ته په داسې حال کې لېږدول شوی و چې رواني وضعیت یې ډېر خراب و. وروسته ورته مصنوعي پښه جوړه شوه او اوس د متخصصانو تر څارنې لاندې د بیارغونې تمرینونه ترسره کوي، څو وکولای شي په عادي ډول تګ راتګ وکړي.

د متخصصانو په وینا، د ماشومانو د جسمي ودې له امله باید مصنوعي پښه په منظم ډول، شاوخوا هر شپږ میاشتې وروسته بدله شي، ترڅو د بدن له ودې سره برابره پاتې شي.

د سیدالرحمان کیسه یوازې یوه بېلګه ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د وروستیو راپورونو له ارزونې څرګندېږي چې یوازې په تېرو نهو میاشتو کې، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله له ۲۳۰ څخه ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي؛ هغه شمېرې چې ښيي ماشومان لا هم د دغو شخړو تر ټولو زیانمنه قشر جوړوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا