کندهار کې د کرنیزو توکو او زراعتي درملو د قاچاق هڅه شنډه شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ښار اوومې ناحیې د باغ‌پل په سیمه کې یې د کرنیزو توکو او زراعتي درملو د قاچاق یوه هڅه شنډه کړې ده.

یاد ریاست ویلي، د ترسره شویو عملیاتو پر مهال ۶۰ کارټنه پاکستاني «ام» او ۸ کارټنه د کرنیزو نباتاتو او څارویو اړوند بېلابېل ډوله زراعتي درمل نیول شوي دي. د مسوولینو په وینا، قاچاق‌وړونکي غوښتل یاد توکي د هلمند د بهرامچې له لارې په یوه باروړونکي موټر کې کندهار ته ولېږدوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کړی چې د پېښې په تړاو قانوني او څېړنیزې چارې روانې دي او د کرنیزو توکو او زراعتي درملو د قاچاق د مخنیوي لپاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا