روزګان کې د ۳۸۰ زره ډالرو په لګښت نوی روغتیايي مرکز پرانیستل شو

د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د یوه روغتیايي مرکز نوې ودانۍ د عامې روغتیا وزیر او سیمهییزو مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسوولینو په وینا، د یاد روغتیايي مرکز ودانۍ د ۳۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
چارواکي وایي، د دې ودانۍ په پرانیستل کېدو سره به د ترینکوټ اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول لا منظم او اسانه شي او د ناروغانو لپاره به د درملنې مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.

