نن د مېوند تاریخي حماسې ۱۴۶مه کلیزه ده

نن، د زمري پنځمه، د میوند د تاریخي جګړې له ۱۴۶مې کلیزې سره برابره ده؛ هغه جګړه چې د افغانستان د تاریخ له ویاړلو او برخلیکټاکونکو پاڼو څخه ګڼل کېږي.
د ۱۲۵۹ لمریز کال د زمري په پنځمه، چې د ۱۸۸۰ زېږدیز کال د جولای له ۲۷مې سره سمون لري، افغان ځواکونو د سردار محمد ایوب خان په مشرۍ د میوند په تاریخي جګړه کې برېټانوي پوځ ته سخته ماتې ورکړه او د مېړانې، قربانۍ او ملي یووالي بېساری مثال یې وړاندې کړ.
د میوند حماسه د افغانستان د خپلواکۍ، ملي مقاومت او نه ماتېدونکي عزم نښه بلل کېږي. په دې تاریخي بریا کې د ملالۍ میوندۍ زړورتیا او هڅوونکې ټپه ځانګړی ځای لري، چې د افغان جنګیالیو مورال یې لوړ کړ او د هېواد په تاریخ کې د تل لپاره د ویاړ یوه نه هېریدونکې بېلګه وګرځېده.
د میوند تاریخي جګړه تر نن ورځې د افغانانو لپاره د ازادۍ، سرښندنې او ملي یووالي د روحیې ستر سمبول ګڼل کېږي.

