سرچینه: افغان ځواکونو د چترال شاهسلیم کې د داعش او مقاومت جبهو مرکزونه په نښه کړي

د طلوعنیوز د راپور له مخې، افغان ځواکونو نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د پاکستان تر ولکې لاندې د چترال «شاه سلیم» سیمه کې هوايي بریدونه کړي دي.
راپور کې د سرچینو په حواله ویل شوي، دغه بریدونه د داعش ډلې، د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې پر هغو مرکزونو شوي چې ادعا کېږي د افغانستان پر ضد د بریدونو د پلان جوړولو لپاره ترې استفاده کېده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ټاکل شوي هدفونه په نښه شوي دي.
تر اوسه د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو له لوري د دغو راپورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې او د راپورونو خپلواکه تایید هم نه دی شوی.

