نغمه شاپېرۍ: سپین بیرغ منم

د افغانستان پېژندلې هنرمندې نغمه شاپېرۍ په یوې تازه مرکې کې ویلي، چې د افغانستان د حکومت سپین بیرغ مني؛ ځکه د هغې په باور، دا بیرغ د اسلام د دین استازیتوب کوي.
هغې ویلي، نه شي کولای له دې بیرغ سره مینه ونه لري، ځکه د هغې په وینا، پر دې بیرغ د اسلام اړوند کلمات او شهادتین لیکل شوي او دې موضوع ته له دیني اړخه ګوري.
د نوموړې دغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې دي. نغمې شاپېرۍ تر اوسه د دغو غبرګونونو په اړه کومه نوې څرګندونه نه ده کړې.

