پاریس کې د چاقو برید؛ درې ښځې ټپیانې شوې

د فرانسې پلازمېنې پاریس په «پورت دو کلیشي» سیمه کې یوه کس پر درېیو ښځو د چاقو برید کړی چې له امله یې درې واړه ټپیانې شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ټپي شویو ښځو له ډلې د یوې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

راپور زیاتوي، پولیسو بریدګر نیولی او د پېښې د څرنګوالي او انګېزې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د برید د علت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په وروستیو کلونو کې په یو شمېر لوېدیځو هېوادونو کې د چاقو او موټرو په وسیله د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

پولیسو ویلي، د ورته پېښو د مخنیوي لپاره به امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي او د قانون له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا