ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې یو ماشوم شهید او بل ټپي کړ

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویلي، د جلالاباد ښار د نهمې ناحیې اړوند «سرخ دېوال» سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم شهید شوی او یو بل ټپي دی.
د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دواړه ماشومان د څارویو په څرولو بوخت وو او له ناچاودې مرمۍ سره د تماس له امله چاودنه وشوه.
سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې ۱۱ کلن بختیار خپل ژوند له لاسه ورکړی، او ۹ کلن ټپي ماشوم د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی. د چارواکو په وینا، د ټپي ماشوم روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
امنیې قوماندانۍ له هېوادوالو غوښتي چې ماشومان د ناچاودو مرمیو او نورو مشکوکو توکو له لمس کولو په جدي توګه منع کړي او د ورته توکو د موندلو په صورت کې دې ژر تر ژره امنیتي ارګانونه خبر کړي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لا هم ناچاوده مهمات پاتې دي او وخت ناوخت د ورته پېښو له امله ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ته مرګژوبله اوړي.

