خوست کې د ښځو په نوم د جعلي حسابونو جوړوونکی نیول شوی

د خوست امنیې قوماندانۍ ویلي، هغه کس یې نیولی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د ښځو په نوم جعلي حسابونه جوړول او له هغو څخه یې د خلکو د غولولو او باجاخیستنې لپاره ګټه اخیسته.
د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کس به د ښځو په نوم له خلکو سره اړیکې ټینګولې، وروسته به یې د هغوی شخصي معلومات او اړیکې د باجاخیستنې وسیله ګرځولې او د پیسو غوښتنه به یې ترې کوله.
سرچینه زیاتوي، نوموړي له همدې لارې له ګڼو کسانو زرګونه افغانۍ ترلاسه کړې دي.
امنیې قوماندانۍ ویلي، د یادې قضیې په تړاو پلټنې روانې دي او له قانوني مراحلو وروسته به نیول شوی کس عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
چارواکو له هېوادوالو غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو کې له نامعلومو او مشکوکو حسابونو سره له اړیکو ډډه وکړي او د ورته پېښو په صورت کې امنیتي ارګانونه خبر کړي.

