بې‌پولې ډاکټران: د افغان کډوالو ایستل روغتیايي بحران زیات کړی

د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) ویلي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو د روانې تګلارې له امله ګڼ افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته له تګ ډډه کوي، چې په پایله کې یې د ماشومانو خوارځواکي، د امیندوارو ښځو روغتیايي ستونزې او نورې د مخنیوي وړ ناروغۍ زیاتې شوې دي.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، افغان کډوال د نیول کېدو، توقیف، د کار له لاسه ورکولو او جبري ایستلو له دوامدارې وېرې سره مخ دي، او همدې وضعیت د هغوی روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی سخت اغېزمن کړی دی.

بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې د پاکستان له پوځي رژیم څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي او د هغوی حقونو او بشري وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

یاد سازمان همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان ته ټولې غیرارادي ستنېدنې وځنډوي او د افغان کډوالو د خوندیتوب او بشري اړتیاوو د تأمین لپاره لازم اقدامات وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا