هرات څخه امریکا ته د کاني محصولاتو لومړنۍ صادراتي جوپه ولېږدول شوه

د هرات ولایت مقام خبر ورکړی چې د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان د کاني محصولاتو لومړنۍ صادراتي جوپه له هرات څخه امریکا متحده ایالاتو ته صادره شوې ده.

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، په دې صادراتي جوپه کې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ له کانونو راایستل شوې تورې ډبرې شاملې دي، چې د هرات د صنایعو خونې په همغږۍ د امریکا بازار ته لېږدول شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، د دغو کاني محصولاتو صادرات د افغانستان د کانونو سکټور لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي او د صادراتو د پراختیا په برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

د هرات ولایت مقام ټینګار کړی چې د کاني محصولاتو د صادراتو پراختیا به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او د هېواد د طبیعي زېرمو لپاره به نوي نړیوال بازارونه پرانیزي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا